هرڅه چې تاسو اړتیا لرئ د رایې ورکولو لپاره پوه شئ

1. موږ پر څه رایه ورکوو؟

له ډنمارک څخه باید د اروپا پارلمان ته 15 تنه استازي وټاکل شي او دا د هغو کسانو برخه دي چې د اروپایي ټولنې او غړیو هېوادونو لپاره پالیسي جوړوي. ټاکنې په هرو 5 کلونو کې ترسره کېږي.

2. څوک رایه ورکولای شي؟

که چېرته تاسو د ډنمارک تبعه یاست چې عمر مو 18 کاله یا تر دې لوړ دی یا په ډنمارک کې اوسېږئ، کولای شئ چې رایه ورکړئ.

ځانګړي معلومات: که چېر ته تاسو د ډنمارک تبعه یاست او له هېواده بهر اوسېږئ او غواړئ په ډنمارک کې رایه ورکړئ، تاسو باید نوم لیکنه وکړئ تر څو په لېست کې اضافه شئ. همداسې که چېرته تاسو د اروپایي ټولنې د کوم هېواد تبعه یاست چې په دنمارک کې دایمي استوګنه لرئ او غواړئ په ډنمارک کې رایه ورکړئ، نو همدا اصول پلي کېږي. د رایې ورکولو لپاره په لېست کې د شاملېدو د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د مې 6 مه ده، مګر تاسو لا هم کولای شئ په هغه هېواد کې رایه ورکړئ چې تاسو یې تبعه یاست یا پکې اوسېږئ.

3. څه وخت یو څوک کولای شئ رایه ورکړي؟

تاسو کولای شئ د ټاکنو پر ورځ په یکشنبه د جون په 9 مه نېټه د سهار له 9:00 د شپې تر 20:00 بجو پورې رایه ورکړئ. که تاسو په دې ورځ رایه نشئ ورکولای، تاسو کولای شئ د لیک په وسیله د اپرېل له 28 مې څخه د جون تر 6 مې پورې رایه ورکړئ.

4. یو څوک چا ته رایه ورکولای شي؟

تاسو کولای شئ سوسیال ډېموکرات ګوند، لېبرال ګوند، سوسیال لېبرال ګوند، محافظه کاره ګوند، شین کیڼ ګوند، منځلارو، لېبرال اتحاد، د دنمارک د خلکو ګوند، د ډنمارک ډېموکراتانو، د سره-شنه اتحاد او بدیل ګوند ته رایه ورکړئ. تاسو کولای شئ په ټول ډنمارک کې یوه نوماند ته رایه ورکړئ.

5. یو څوک څنګه رایه ورکړي؟

تاسو د خپلې سیمې د رایې ورکولو په مرکز کې رایه ورکوئ چې ستاسو د ټاکنو په کارت کې لیکل شوی دی. دا معمولاً د لوبو هال یا ښوونځی وي.

6. د رایې ورکولو لپاره څه ته اړتیا لرئ؟

تاسو باید خپل شخصي د رایې ورکولو کارت او احتمالاً یو معتبر د هویت سند درسره راوړئ.

*د هویت معتبر سندونه عبارت دي له پاسپورټونو، د موټر چلونې جوازونو یا روغتیایي کارتونو څخه (د اپلېکېشن بڼې هم کار کوي)

7. یو څوک څنګه د ټاکنو کارت ترلاسه کوي؟

د ټاکنو فزیکي کارت به له ټاکنو څخه حد اکثر پنځه ورځې د مخه ستاسو پستي صندوق ته در واستول شي.

8. یو څوک د ټاکنو پر ورځ څنګه مرسته ترلاسه کوي؟

تاسو کولای شئ د خپل رایې ورکولو په مرکز کې مرسته ترلاسه کړئ. که تاسو پوښتنې لرئ، تل کولای شئ له رضاکارانو یا د ټاکنو له مسوولینو څخه پوښتنه وکړئ چې معمولاً نښان یا ټګ لرونکې جامې اغوندي.

که تاسو معلولیت لرئ، کولای شئ د رایې ورکولو په ټولو مرکزونو کې اضافي مرسته ترلاسه کړئ یا مرستندویه وسیلې وکاروئ. تاسو همدارنګه کولای شئ له خپلې ښاروالۍ څخه غوښتنه وکړئ تر څو ستاسو د رایې ورکولو مرکز هغه ته بدل کړي چې اړینې مرستندویه وسیلې لري.

9. تاسو باید ولې رایه ورکړئ؟

رایه ورکول ستاسو ډېموګراتیک حق دی. دا یوه لاره ده تر څو پر هغو پالیسیو اغېز پرېباسئ چې ستاسو پر ورځني ژوند اغېز لري.

د اروپا د پارلمان په ټاکنو کې رایه ورکول همدومره مهم دي څومره چې ستاسو په سیمه ییزو ټاکنو کې مهم دي ځکه چې په ډنمارک کې تر %58 قوانین په اروپایي ټولنه کې جوړېږي.

یو څوک څنګه رایه ورکړي؟

Følg os